چهارشنبه , جنوري 26 2022

دامریکايي ځواکونودوتلو پرنیټه خونړۍ پیښې

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر نیټه خونړۍ پیښې

د مۍ لومړۍ نیټه چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر پکې په رسمي ډول پیل شو ورسره جوخت د پلازمینې کابل په ګډون ډیرو سیمو کې خونړي بریدونه شوی.

بغلان کې څو تنه ولسي لمونځ کونکي د تراویح پر وخت وژل شوي ، غزني کې د امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز برید کې لسګونه سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ورسره لوګر کې د جمعې پر ورځ د روژه ماتي پر مهال یوې درنې چاودنې ګڼو ولسي خلکو او پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ددغه بریدونو مسولیت ټول طالبانو په غاړه نه دی اخستی خو حکومت وايي ټولې پیښې د طالب وسله والو له لوري شوي دی.

ځینې شنونکي بیا د امریکایانو له وتلو سره د بریدونو دغه ډول ځنځیري بهیرکې د ځېنو هغو کړیو لاس هم ګڼي چې غواړي افغانستان کې د امریکا حضور اوږد مهاله شي.

د چارو شنونکي عبدالحۍ امام وايي طالبان ددې لپاره بریدونه کوي چې وښيي له امریکا وروسته دوئ پر هیواد واکمنۍ کولو لپاره ځواک لري خو دا هم نه شي ردېدلی چې دپخوانۍ شمالي ټلوالې کسان چې د افغانستان په ملي امنیت کې مهمه ونډه لري د امریکا د دایمي حضور غوښتونکي دي په ځېنو پېښو سره نړیوالو ته وریادوي که دناټو ځواکونه نه وي طالبان او نورې وسله والې ډله به دا ډول خونړی حالت راولي.

د ولسي جرګې غړې ارین یون هم څو وارې د جرګې تالار کې پر پخوانۍ شمالي ټلوالې تور لګولی چې د حالت په خرابوالي کې لاس لري.

امریکايۍ سرچینې وايي که طالبان له خپلې شړۍ پښې وباسي او له ترهګرۍ سره مرسته وکړي بیا هم د دوئ پوځي لاس ورسېدونکی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد د خپل هیواد سنا مجلس ته په یوه اورونه کې ویلي که طالبان د نظام د پرځولو هڅه وکړي او یا هم د امریکا ګټو ته ګواښ پېښ کړي امریکايي پوځ به بیا هم افغانستان ته رسیده ګي وکړي.

خو د امریکا پوځ یو پخواني چارواکي ویلي ښايي د دوئ د ځواکونو له وتلو وروسته افغان حکومت وپرځي.

ولسمشرغني وايي نړیوالې ټولنې ډاډ ورکړی چې د افغان ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکوي او دا چې تر۲۰۲۴ پورې د اکمال سرچینې لري.

ولسي اندیښنې دادي چې لا هم ټولې غاړې د واک په تنده هڅه کوي جګړه وساتي او تر خپله وسله له دغو شخړو دځان په ګټه استفاده وکړي چې په ټس کې به ولسي خلک وځپل شي او نسبتآ پیدا شوې هیلې به د نظام پر وړاندې پای ومومي.

زموږپه اړه سیمه نیوز

سیمه نیوز د خبرونو او شننو اژانس دی چې د سیمې افغانستان او نړۍ بې پرې خبرونه مرکې او بوختونکي پروګروامونه درته خپروي

دا هم لوستی شئ

طالبان د سیاسي جوړ جاړي لپاره تیاری نیسي

داسې مهال چې طالبانو د افغانستان ګڼ ولایتونه ولکه کړي ، دوحه کې ددغه ډلې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *