وروسته له هغه چې طالبانو وویل د ازبکستان دهغې بلنې هرکلي کوي چې له مخې ېې د سمرقند په تاریخي ښار کې د افغانانو د خپل منځي ناستې او سولې د مذاکراتو په تړاو ویلي افغان حکومت ګیله ډوله او د نیوکې غبرګون ښودلی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر خواله رسنیو لیکلي ”افغانستان تل د افغان سولې بهیر کې د نړیوالو، په تېره بیا ګاونډیو هېوادونو د همکارۍ هرکلی کړی. ازبکستان هم د یوه دوست او ګاونډي هېواد په توګه په دې بهیر کې خپل چمتووالی ښودلی.”
د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یوه ډلګۍ د ازبک چارواکو په بلنه دغه هیواد ته تللې وه چې ویل شوي و د خبرو د منځ ټکي په افغان سوله کې ا زبکستان له لوري د دریمګړي رول او ونډې یادونه شوې.
طالبانو په دې وروستیو کې خپل سفرونه ډاګیز او ډیر کړي چې دغه څه افغان حکومت ته اندیښنې ورمخې ته کړي.
کابل وايي د نړۍ او سیمې هیوادونه باید دیپلوماتیکو اصولو ته درناوی ولري په دې مانا چې طالبان باید د افغانستان په استازولۍ ونه بلل شي او نه هم د افغان حکومت له مشورې پرته دې په ځېنو مسلو بحثونه وشي.