افغان کرېکټ بورډ وايي پاکستان ته د شهزاد د خپلسري سفر او هلته د ناقانونه تمرین له کبله ېې دهغه قرارداد ځنډولی دی .
کرېکټ بورډ په یوه وینا پاڼه کې ویلي په څو واري ېې د ښاغلي شهزاد محمد له لوري ددې چارې ترسره کول او وروسته سپیناوي ته نه حاضریدل ددې لامل شو چې د نوموړي قرارداد وځنډول شي .
کرېکټ بورډ وايي له هر هغه لوبغاړي سره قانوني چلند کیږي چې اصول تر پښو لاندې کړي .
د ۲۰۱۹ د نړیوال جام پر وخت چې په انګلستان کې و شهزاد له دې امله له لوبې ویستل شو چې ګواکې پښه ېې ټپي وه خووروسته کابل ته له تګ سره سم شهزاد دعوه وکړه چې ناحقه ورسره شوې او دی جګ جوړ دی .

پر شهزاد وړاندې هم پاکستان ته د ناقانونه سفرونو له امله نیوکې شوې .
په عربي اماراتو د پاکستان د یوه سیاسي تبلیغي ملا سره په ناسته هم شهزاد خواله رسنیو کې بد یاد شوی و .