دافغانستان د طالبانو د سیاسي ډلګۍ یوه پلاوی چې غوښتل ېې ناروې ته سفر وکړي د نامالومو دلایلو له امله ېې تګ ځنډیدلی .
د طالبانو یوې سرچینې سیمې ته ویلي دغه لوړ پوړی طالب پلاوی ناروې ته ددې لپاره سفر کاوه چې له امریکا سره د سولې د تړون له لاسلیکه وروسته ددغه هیواد په کوربتوب له افغان اړخونو سره پر سیاسي جوجاړي غونډه وبلل شي .
طالبانو د امریکا هغه غوښتنه چې ټول اوربند دې وکړي هم همدغه غونډې ته پریښې چې وايي د تړون له لاسلیکه وروسته به د افغانانو په خپل منځي خبرو کې یوې پایلې ته ورسیږي.
سرچینه وايي ښايي دغه سفر راتلونکو ورځو کې وشي.