لیکوال-قاري سعید
د وزیراکبرخان په تاریخي جومات کې ماښام چاودنې بیا د ګڼو مسلمانانو د حیرانۍ لاسونه تر غوږونو ورسول .
پر افغان خواله رسنیو بیړني خبر دادی چې( د کابل ددغه لوی جومات خطیب او امام شهید شو)
حکومت او ولس ورسره وسله والې یوشمیر مخالفې ډلې ټول د خواشینۍ څرګندونې کوي . لږ تیر ته په پام پر کابل د اوربل فتوا ګر اوس ددغه ښار واکمن او کوربانه دي .
ګلبدین حکمتیار په دارالمان کې دېره دی ، عبدالرب رسول سیاف د پغمان پر قصرونو واکمن دی ، یوه غونډۍ د سختدریځي قومندان احمدشاه مسعود پر مرستیال قسیم فهیم ودانه ده ، بله پر بل جهادي مشر برهان الدین رباني یادیږي د دوئ کشره طبقه د حکومت مهمه برخه ده پخوانی چریک او د ګوندیز سهم د اسختبارانو مخکنی مشر امرالله صالح د حکومت مرستیال او ګڼ نور په ډیرو برخو کې واک او ځواک لري .
دا ټول دافغان سردارانو د وخت د هغه فکر خلک دي چې د کابل امام ته ېې له دې امله د شک په سترګه کتل چې د وطن او نظام خلاف غږ ته هرکلی نه وايي .
دوئ واک او ځواک ترلاسه کړ خو د کابل ملا لاهم شهید او دپنجاب ملا دغازيتوب پر دعواو کتابونه لیکي.
خدای ريښتنی حاکم ، قاضي او لیدونکی دی !