
ددغه انځو له له خپرېدو وروسته پر خواله رسنیو ګڼو کارونکو طالب مشرملاعبدالغني برادر د خپلو دودیزو جامو له امله په ډیرو اسلامي هیوادونو کې وستایه .
یوه عرب ټویټر کارونکي خالد اوبایش لیکلي ((درېغه که دا ډول مشران هرچا درلودی))
خو پاکستانیانو ته هله پېغور شو چې یو شمیر مشهورو سیاستوالو او کرکټیانو ېې ولیکل د چا سره الله وي او له چاسره زور خو د الله خوا انسانان بریالي دي.
افغانانو د پېغور په ډول پاکستانیانو ته لیکلي دا هماغه انسان دی چې تاسو کلونه کلونه زنداني کړ .
یوه ټویټر کارونکي عبدالسلام پاکستاني سیاستوال ته لیکلي دا ښايي منافقت وي چې تاسو د پاکستان په زندان کې د کلونو بندي کېدو پر وخت د ملا برادر په حق کې یوه وړه خبره هم ونه کړه .
یوه بل افغان ځوان پر فسبوک لیکلي دا هماغه د خداله والا سړی دی چې تاسو ورپکې ځنځیرونه اچولي و او کلونه مو دورخ کې وساته .