افغانانو د ګلبدین حکمتیار څرګندونې غندلي

پاکستان ته د سفر پر مهال د افغان جهادي مشرګلبدین حکمتیار هغو څرګندونو پراخ غبرګونونه راپارولي چې افغان حکومت ېې د کابل اداره بللې او ویلي ېې دي له طالبانو سره د ارګ خبرې د ټول ولس استازېتوب نه کوي.
خواله رسنیو کې افغانانو دغه خبرو ته په غبرګون کې ویلي کورني مسایل په نورو هیوادونو کې مطرح کول او د خپل حکومت بده ویل لویه ناځواني ده. یوه فسبوک کارونکي ذبیح الله لیکلي (( دا منو چې تاسو پاکستان ته وفادار یاست خو ستاسې د قبر او دفن ځای کابل دی ))
د شغلې بارکزۍ په نوم یوې ټوېټر کارونکې لیکلي (( موږ منو چې زموږ په حکومت کې ستونزې شته خو زموږ سیاستوالو ته پکار نه ده چې د غلیم په کور کې خپل غیبتونه وکړو))
د افغانستان د حکومت یوه ویاند دوا خان مینه پال هم لیکلي (( د کابل اداره نه ، دافغانستان اسلامي جمهوریت زموږ نوم دی))
په ټوله کې د ګلبدین حکمتیار او پاکستانیو چارواکو پر سوړ هرکلي هم خواله رسنیو کې تبصرې شوي.