د بشري حقونو د څار سازمان ویلي شمال ختیځ ولایت تخار کې پر یوه جومات هوايي برید کې د ولسي مرګ ژوبلې د مالومولو لپاره تللي کسان د ولسمشرد لومړي مرستیال امرالله صالح په امر نیولي شوي او د نورو پلټونکو د مخنیوي امر ېې هم کړی.
د آسیا په چارو کې د دې سازمان مرستیالې پاټریشیا ګوسمن ویلي د ولسمشر مرستیال امرالله صالح هڅه کوي د هغو کسانو پر خوله لاس کېږدي چې د ناقانونه هوايي بریدونو په اړه رپوټ ورکوي داسې بریدونه چې د هغې په وینا ولسي وګړي په کې وژل کیږي.
نوموړې تېنګار کړی چې د تخار د پېښې په اړه باید څېړنې وشي. دفاع وزارت هم ویلي چې د دې پېښې د څېړنې لپاره یې یو پلاوی ټاکلی دی.
له تخاره په تازه رپوټونو کې ویل شوي چې د دغه ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواکونو د یوه برید له امله اووه ملکي وګړي چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي ټپیان شوي دي
امرالله صالح هغه مهال چې د ملي امنیت مشري ېې په غاړه درلوده هم په ډا ډول سرغړونو تورن شوی و