
د سعودي عربستان د شاهي دولت پوځي چارواکو ویلي چې د حالاتو اړتیا ته په کتو سعودي پوځ کې د میرمنو ونډه ډیروي. سعودي چارواکودا هم ویلي هغه سعودۍ میرمنې چې غواړي ددغه هیواد د پوځ هوايي ځواک کې ونډه واخلي حق ورکول کیږي.
د سعودي د پوځ اعلی قومندان فیاض الروایلي وايي د داوس مهال اړتیا ده او موږ به د خيل هیواد د ساتنې او د پوځ غښتلې کولو لپاره کار کو.
سعودي عربستان د ۲۰۱۸ په نوامبر کې پلان اعلان کړی و چې میرمنو ته پوځ کې د کار حق ورکوي.
د ۲۰۲۰ په فبرورۍ کې لومړنۍ میرمنو د سعودي پوځ کې دندې پیل کړې.
د ځوان سعودي شهزاده محمدبن سلمان په سمونو او پراختیايي پرواګرمونو کې د سعودي د سیاست په بیلابیلو برخو کې ښځو ته ونډه ورکړل شوه.
د سعودي یو مهم ډیپلوماټیک ماموریت چې واشنګټن کې د سعودي سفارت دی د میرمن ریما بندر السعود له لوري اداره کیږي.
میرمن ریما د سعودي تاریخ کې تر ټولو لوړ پوړې ډيپلوماته ده.