
سعودي عربستان کې د خلیج هیوادونو د مشرانو په ناسته کې د سعودي ولیعهد شهزاده محمدبن سلمان او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني د کورونا وبا له امله د ټولنیز واټن په ساتلو سره د یوه بل روغبړ ته ودرېده او د خپلې درې کلنې تربګنۍ پای ېې اعلان کړه.
د خلیج مشران به خپلو کې د لانورې همکارۍ یو تړون هم لاسلیک کړي.
سعودي عربستان د دوشنبې پر ورځ اعلان کړی و چې له قطر سره به ځمکنۍ لاره چې څه پاسه درنیم کاله تړلې وه پرانیزي.
د تربګنۍ په دې موده کې د دواړو هیوادونو ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې هم پرې وې او یو پر بل پسې ېې سخته رسنیزه پروګانده کوله.
ویل کیږي د دغو دواړو هیوادونو د مشرانو روغه د امریکا د تلونکي ولسمشرډونالډ ټرمپ هڅه ده.