د نړۍ لرو بر خلک د کورونا وبا ورکېدو یواځنۍ هیله واکسین ګڼي. له سلو زرو ډېرکسان په رضاکارانه ډول تیار دي چې د واکسین رسولو او عامه پوهاوي چاره کې مرسته وکړي. افغانستان کې هم د واکسین لګولو چاره پیل شوې خو ګرد هیواد ته د رسېدو لپاره لا ډېرې مودې ته اړتیا ده.
د کورونا واکسین ولې اړین دي او دا چې کوم هیوادونه یې پلي کولو کې مخکښ دي زموږ همکاره شبنم الکوزۍ پرې غږیږي.