امریکا کې یوې محکمې د دوشنبې پر ورځ هغه پرېکړه پاس کړې چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به هم دغه هیواد کېوبا کې د ګوانتنامو زندان یو افغان بندي اسدالله هارون له ځانه سره ساتي.

قاضي ویلي (( دا پرېکړه له دې امله کوي چې امریکا لا هم د القاعدې سره پر جګړه ده نو ځکه به هارون په زندان کې ساتل کیږي))
اسدالله هارون په ۲۰۰۷ کال کې د پاکستاني ځواکونو په مرسته امریکا په پښتونخوا کې ونیوه او تراوسه ددغه تور زندان ورځې شپې اړوي.