د پخواني جهادي قومندان احمدشاه مسعود کورنۍ د پاکستان د هغه ګام هرکلی کړی چې له مخې یې د خپل دغه پخواني وفادار په نوم یو واټ نوموي.احمدشاه مسعود د سردارد داودخان د واکمنۍ خلاف پاکستان کې جنګي روزنه کړې وه او د شورويانو خلاف جګړه کې هم د پاکستان د استخباراتي ادارې نږدې کس و.د نوموړي ډلې تیرو شلو کلونو کې د حکومت مهمې برخې په واک کې درلودې چې اوس هم د ولسمشردلومړي مرستیال امرالله صالح په ګډون ګڼ کسان یې پر مهمو څوکیو کار کوي.قومندن مسعود شل کاله وړاندې د سپتمبر له ۱۱ لږې مخکې د عرب وسله والو له لوري ووژل شو او وروسته د حامد کرزي له لوري د ملي اتل لقب ورکړل شو.د افغانستان اوسني ولسمشرمحمد اشرف غني هم په څو واري ویلي چې د مسعود د مکتب لاروی دی
دا هم لوستی شئ
ملګري ملتونه: افغانستان لپاره ۲.۴۴ میلیارده ډالره مرسته
ملګري ملتونه: افغانستان لپاره ۲.۴۴ میلیارده ډالره مرسته.. ملګري ملتونه وايي افغانستان کې بشري ناورین …