سه شنبه , جون 28 2022

افغانستان کې دولتي پوهنتونونه راتلونکې چارشنبه بېرته پرانیستل کېږي

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت چارسمبالي وزیر عبدالباقي حقاني په يوه ويډيويي پیغام کې اعلان کړی چې په ګرمو سيمو کې به دولتي پوهنتونونه راتلونکې چارشنبه د سلواغې پر ۱۳ نېټه پرانيستل شي. د ښاغلي حقاني په وينا په سړو سيمو کې به پوهنتونونه د کب پر اوومه نېټه پرانيستل کېږي.

خو دا واضح نه ده چې ایا ښځینه محصلینې به هم وکړای شي چې پوهنتونونو ته ستنې شي او که نه. د طالبانو د لوړو زدکړو وزير هم خپل ویډیویي پیغام کې د نجونو محصلینو په اړه کوم وضاحت نه دی کړی.

ښاغلي حقاني ويلي، د پوهنتونونو له پیلېدو وروسته به محصلينو ته درې اوونۍ درس ورکړل شي، او د وروستي سمستر ازموینه به د حوت میاشتې په (۷) نیټه پیل او د همدې میاشتې تر پای پورې به دوام وکړي.

دغه راز په ګرمو سيمو کې به راتلونکی سمستر د راتلونکي هجري شمسي کال د وري میاشتې په لومړۍ نېټه پیل او په نورمال ډول به دوام وکړي.

زموږپه اړه سیمه نیوز

Avatar

دا هم لوستی شئ

Die 5 Arten von Jungs

Damen heutzutage halten hoch Hoffnungen für ihre Traum Kerl: “Er ist klug, wohlhabend, sportlich, zart, …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.