له طالب استازو سره د خبرو کوربه هېواد ناروې د بهرنیو چارو وزیرې ویلي، نړیواله ټولنه له طالبانو داسې غوښتنې لري چې د دوی رښتینولي وازمايي او د عملي کولو برخه یې د تعقیب وړ ده.
د طالبانو له لوري یوه تر ټولو مهمه ژمنه راتلونکي پسرلي کې ټولو نجونو ته د ښوونځیو دروازیو پرانستل دي.
طالب استازو د ناروې د لیدو کتو پر دریمه او وروستۍ ورځ د امریکا ، اروپايي ټولنې او نورو لویدیځو هېوادونو له استازو سره وکتل.
طالبانو دا غونډه مثبته بللې او زیاتوي د دې لیدنو په ترڅ کې دوی د هغو اندېښنو په اړه چې نړیواله ټولنه یې لري، خپلې کړنلارې په ډاګه کړي .
طالبانو په ناروې کې د بهرنیو هېوادونو له استازو سره د خبرو پر مهال یو ځل بیا ژمنه کړې ده چې له راتلونکي پسرلي به په ټول هېواد کې د نجونو لپاره د ثانوي ښوونځیو په ګډون د ټولګیو دروازې پرانیزي.
د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد وار د مخه له اسوشیټډ پرېس خبري اژانس سره مرکه کې ورته ژمنه کړې وه، خو داسې ښکاري چې په ناروې کې د روانو خبرو پر مهال پر دې موضوع یو ځل بیا خبرې شوې دي.
د کډوالو لپاره د ناروې د کومېټې مشر یان اېګلنډ په اوسلو کې د طالبانو له استازو سره تر خبرو وروسته بي بي سي فارسي ته ویلي، که طالبان د نجونو زدکړو په اړه خپله ژمنه پوره کړي نو دا به لویه لاسته راوړنه وي.
یاده دې وي چې افغانستان کې له تېرو څو باندې څلورو میاشتو راهیسې د نجونو ثانوي ښوونځي تړل شوي دي او سلګونه زره نجونې پر کورونو ناستې دي.
طالبانو وړاندې ویلي وو چې د مناسبو شرایطو او نوي تعلیمي نصاب له برابرېدو وروسته به د ټولو عمرونو نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته ستنې شي.