طالبانو د تېرو څلورو ورځو راهسې پلازمېنه کابل کې کور په کور پلټنې پیل کړي. که څه هم یو شمیر کسان د پلټنو پر بڼه نیوکه کوي خو طالبان ټینګار لري چې د امنیت ټینګښت لپاره دا عملیات مهم دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي ددغو عملیاتو پر وخت وسلې، مهمات حکومتي موټرې او تر ټولو د پام وړ د یو شمیر یرغمل شویو کسانو خلاصون و.
ښاغلي مجاهد کابل کې د سیمه نیوز خبریال ته ویلي، ښځینه پولیسې د کور په کور عملیاتو پر مهال له نارینه پولیسو سره ملګرې وي، او هیڅوک په خپل سر د چا کور ته له ټک ټک پرته نشي ورتللی.