د طالبانو د دولت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي حکومت یې په رسمي ډول د نوروز لمانځنه نه کوي خو په وینا یې د ولسي لمانځنو مخه نه نیسي.
هغه وویل دا چې په اسلام کې نوروز حرام دی نو د دوئ حکومت یې نه لمانځي.
بل لور د امر بالمعروف وزارت ویاند امین عاکف وايي نوروز په اسلام کې ناروا عمل دی او له خپلو خلکو غواړي چې ویې نه لمانځي.
د طالبانو د نظرونو دغه جلاوالي د خلکو په منځ دا ګونګوسي راپورته کړي چې ګواکې د حکومت د چارواکو ترمنځ همغږي او پر مسلو د نظر یووالی نشته.