د طالبانو مشرتابه شورا د مولوي هبت الله اخند زاده په مشرۍ د هیواد دویم لوی ښار کندهار ته ټوله شوې چې د اسلامي امارت کابینه کې پر نویو بدلونونو خبرې وشي.
د طالبانو یوې باخبرې سرچینې د چهارشنبې پر ورځ کابل کې د سیمه نیوز خبریال ته وویل، تمه د کورنیو چارود وزیر سراج الدین حقاني او د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي په ګډون به د اوسنۍ سرپرستې کابینې غړي له خپلو څوکیو لیرې او په نویو دندو به وګمارل شي.سرچینه وايي د طالبانو لوی څارنوال به هم په دې نویو ګمارنو کې ځای وي.
د لومړي وزیر یا د ریس الوزرا په هکله خبري کیږي چې ښايي پر ملا برادر اخند د نوي ریس الوزرا په توګه سلا وشي.