د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د پرځېدو او پاتې کېدو په تړاو پاکستان کې پراخ لاریونونه او قانوني فشاروانه روان دي.
افغانانان په خواله رسنیو د عمران پرځېدو ته خوښ دي او ډیر یې دلیل دا ګڼي چې ګواکې هغه د افغان پرځېدلي دولت پر وړاندې له تمسخر ډکو ویناوو کار اخسته.
هغه همدا راز هڅه کوله پښتانه په تندلارۍ او جګړیزو کړنو کې ښکیل قوم وښيي.
هغه د حقانیې مدرسې فارغ کسان د افغانستان د حقانیې قوم باله، ورسره د پښتنو کولتور د نجونو د زده کړو خلاف باله.
خو له دغو ټولنو افغان ضد سیاستونو او ویناو سره د چارو کارپوهان وايي د پاکستان د ریاست ټول چلوونکي د همدغه نظریې خلک دي هغوئ که مذهبي ګوندونه دي او یا هم پنجابي ملت پال. د چارو کار میر عالم مسید وايي (( که ضیاالحق و که میا نواز که مشرف ټولو د افغان ضد نظریه درلوده فرق دا و چې ځینی پکې لږ ډیر تیز و لکه پوځي جنرال ضیاالحق او پوځي جنرال پرویز مشرف چي د افغانستان د تهداف نړولو کوششونه یې کول))
عام باور دادی چې د پاکستان د اقتدار مهم اړخ د پاکستان پوځ دی، لومړي وزیران او حکومتي چارواکي د سیاست په څرخ کې کوم لاس نه لري نو ځکه یې پرځېده او پاتې کېده د افغانستان په ګټه او تاوان نه دي څه چې افغان ملت ته ګټه رسولی شي د پاکستان په اویا کلن سیاست کې افغان ضد روحیه او هڅې شنډول دي.