سه شنبه , جون 28 2022

 افغانې نجونې د طالبانو او نړیوالو د سیاست قرباني دي

 

وروسته له هغه چې طالبانو افغان نجونو ته له شپږمو ټولګیو پورته د زده کړو اجازه ورنکړه نړیوالې ټولنې پر طالبان فشارونه زیات کړي.

نړیوال بانک خپلې شپږ میلیونه مرستې ودرولې، ورسره جرمني هم اعلان کړې چې له افغانستان سره ددغه هیواد مرستې د واکمنې ډلې طالبانو په چلند پورې تړلې خبره ده.

که څه هم طالبان په رسمي ډول دا نه وايي چې د نجونو زده کړې پر نړیوالو د فشار په توګه کاروي، یوشمیر ټیټ پوړو پلویانو یې دا څرګنده کړې چې دا ډله غواړي د خپل هیواد نجونو تعلیم له نړیوالو سره پر سودا بدل کړي.

داسې بریښي چې ددغه سودا له امله د افغانستان د نجونو راتلونکی له سخت تیاره حالت سره مخ شي.

افغانې نجونې وايي ښونځیو ته د تګ پرته تعلیمي اسانۍ نشته، ځکه هیواد کې د انټرنټ بیې ددې وړ نه دي چې دوئ دې یې د زده کړو لپاره وکاروي او نه هم داسې تعلیمي مرکزونه شته چې وړیا انلاین زده کړې د بدیل په توګه وکاروي.

نهمه میاشت ده چې طالبانو د نجونو د زده کړو پر وړاندې ښوونځي تړلي.

دغه پرېکړي دیني علما هم سخت په غوسه کړي او دا یې اسلامي نه بلکې کلیواله او د رواج پر بنسټ پرېکړه بللې.

زموږپه اړه سیمه نیوز

Avatar

دا هم لوستی شئ

Die 5 Arten von Jungs

Damen heutzutage halten hoch Hoffnungen für ihre Traum Kerl: “Er ist klug, wohlhabend, sportlich, zart, …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.