ملګري ملتونه: افغانستان لپاره ۲.۴۴ میلیارده ډالره مرسته..
ملګري ملتونه وايي افغانستان کې بشري ناورین خورا ناوړه دی نو له همدې کبله د نړۍ ۴۴ مرستندویه هیوادونه دې چمتو دي چې د افغانستان لپاره بشري مرستې ته بسپنه ورکړي او د مرستو دغه کچه به دوه اعشاریه څلورڅلوېښت میلیارده ډالرو ته پورته شي.
دغه مرستې داسې مهال کیږي چې نړیوال افغانستان کې د طالبانو له لوري د نجونو د زده کړو په تړاو اندېښمن دي او د طالبانو د سختدریځو تګلارو له امله مرستو ته زړه نازړه دي.
د بیلجیم د پراختیا وزیرې مریم کیتر وویل (( د نجونو د زده کړو برخه به پیاوړې کوي هغه برخه چې طالبان ترې ډار لري))
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتیرش وايي افغانستان له بدې ورځ سره مخ دی او خلک له ډیرې نیستۍ د خپل وجود غړي پلوري.