چهارشنبه , دسمبر 2 2020

د شهزاد محمدي قرارداد وځنډول شو

افغان کرېکټ بورډ وايي پاکستان ته د شهزاد د خپلسري سفر او هلته د ناقانونه تمرین له کبله ېې دهغه قرارداد ځنډولی دی .

کرېکټ بورډ په یوه وینا پاڼه کې ویلي په څو واري ېې د ښاغلي شهزاد محمد له لوري ددې چارې ترسره کول او وروسته سپیناوي ته نه حاضریدل ددې لامل شو چې د نوموړي قرارداد وځنډول شي .

کرېکټ بورډ وايي له هر هغه لوبغاړي سره قانوني چلند کیږي چې اصول تر پښو لاندې کړي .

د ۲۰۱۹ د نړیوال جام پر وخت چې په انګلستان کې و شهزاد له دې امله له لوبې ویستل شو چې ګواکې پښه ېې ټپي وه خووروسته کابل ته له تګ سره سم شهزاد دعوه وکړه چې ناحقه ورسره شوې او دی جګ جوړ دی .

شهزاد دافغان لوبډلې تکړه لوبغاړی دی خو پر ډیسپلین ماتولو هر وخت تورن وي

پر شهزاد وړاندې هم پاکستان ته د ناقانونه سفرونو له امله نیوکې شوې .

په عربي اماراتو د پاکستان د یوه سیاسي تبلیغي ملا سره په ناسته هم شهزاد خواله رسنیو کې بد یاد شوی و .

زموږپه اړه سیمه نیوز

Avatar
سیمه نیوز د خبرونو او شننو اژانس دی چې د سیمې افغانستان او نړۍ بې پرې خبرونه مرکې او بوختونکي پروګروامونه درته خپروي

دا هم لوستی شئ

کابل کې د خبریالانوبایسکل ځغاسته

 پلازمینه کابل کې د افغانستان د بایسکل ځغلونې ملي فدارسیون په یوه سیالۍ کې خبریالان …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *