چهارشنبه , دسمبر 2 2020

د افغان کرېکټ ناویلې!

عصمت صافی

هسې خو هم افغان لوبډله د چټکو توپ اچوونکو له نشتون سره لاس او ګریوان ده؛ خو چې په ځوانو لوبغاړو کې کوم څوک پیدا شي او سترګې پرې خوږې شي؛ نو د افغان کرېکټ مافیا یې پر وړاندې ستونزې زېږوي او نه پریږدي،چې مخ ته ولاړ شي، وځلیږي او د چټکو توپ اچوونکو تشه ډکه کړي. په ځوانو لوبغاړو کې د چټکو توپ اچوونکو د پېداکېدو بېلګې کمې ندي، ډېری ځوان لوبغاړي مو لرل او لرو یې چې دغه تشه ډکه کړي؛ خو مخه یې نیول کیږي.

ددغه لوبغاړو له ډلې یو هم رفیع الله ؤ، چې د چېلنج کپ یو ورځنیو ولایتي سیالیو په درې سیالیو کې یې په خپلې چټکې توپ اچونې ۹ لوبغاړي سوځولي ؤ، په یوه لوبه کې د پنځو (۵) لوبغاړو سوځول یې غوره توپ اچونه ده.

رفیع الله ته د یوه چټک توپ اچوونکي په توګه سترګې اوښتې، چې د لوړ قد لرلو له امله به ښه راتلونکی لري؛ خو پر وړاندې یې د افغان کرېکټ مافیا ودرېده او پرې یې نښود، چې شپږیزه سیالیو کې د کومې لوبډلې غړی شي.

په بورډ کې شته مافیا یې پر وړاندې لدې دلایلو کار اخیسته، چې ګوندې لیسټ ای سیالۍ یې نه دي کړي؛ خو له راشد خان سره په لوبډله کې دوه لوبغاړي داسې ؤ، چې د کرېکټ پیل یې له شپږیزې وکړ، یو یې نږدې خپلوان ؤ او بل د کمنټریټر کمبل نازدانه زوی ؤ. دواړه ښاغلي په ډاډه زړه د شپږیزې په سیالیو کې ولوبیدل؛ خو رفیع الله او ده ته ورته نور لوبغاړي، چې څوک یې نلرل له سیالیو پاتې شول.

رفیع الله له دې وړاندې په لاهور او پېښور کې کرېکټ پیل کړی، د راشد لطیف د کرېکټ اکاډمۍ تکړه توپ اچوونکی ؤ او کله نا کله به یې کونړ کې په سیالیو کې برخه اخیسته.

افغانستان ته په دا ځل راتګ یې هیلې په اوبو لاهو شوې، زړه نا زړه بېرته له پولې واوښت او هلته یې کرېکټ پیل کړ. بې حوصلې نشو، همت یې وکړ او ځان یې تر عمانه بیاځلې ورساوه، د عمان د الف لوبډلې غړیتوب یې خپل کړی او ژر ده، چې ملي لوبډلې ته یې لار ومومي.  

زموږپه اړه سیمه نیوز

Avatar
سیمه نیوز د خبرونو او شننو اژانس دی چې د سیمې افغانستان او نړۍ بې پرې خبرونه مرکې او بوختونکي پروګروامونه درته خپروي

دا هم لوستی شئ

طالبان د سولې په خبرو کې د ولسمشرغني پروا نه ساتي

د افغان ولسمشرمحمد اشرف غني له لوري د سولې د خبرو لپاره د مذاکراتي ډلګیو …