چهارشنبه , دسمبر 2 2020

افغان کرېکټ له ځوانمرګۍ وژغورئ

عصمت الله صادق ساپی

د افغانستان د کرېکټ ځوانه نړۍ ورځ تربلې د بې رنګۍ اوشاتګ لور ته ځي جنجالونه او د فعالیتونو کمزوري کېده په کې له واریه ښکاري ، په نړیوال جام او نورو سیالیو کې همدغو جنجالونو د ډير باور دی چې ملي لوبډله له ځلیدو او ګټو وګرځوله ځینې ېې دا د کمزورۍ دلایل ګڼي.

افغان کرېکټ بورډ کې تر ډېره کلیشه یي څېرې پر دندو دي، پر شته دندو یې کلونه واوښتل؛ خو لا هم هماغه پخواني ریډي میټ (تیارکړل شوي) فارمټونه کاروي او معلومات پکې ځای پر ځای کوي.

 د سیسټم د نوي کولو په برخه کې عاجز دي، د نوښت او پرمختګ په نوم څه نه پېژني، په بېلا بېلو څانګو یې منګولې ښخې کړي او نه پریږدي، چې نوې څېرې یې پر ځای وګمارل شي، يو شمېر یې چې له دندو ګوښه شي، بیا ځلې په دندو پسې لالهانده وي، چې بېرته بورډ کې پر دنده مقرر شي.

له یوه ځایه تګ او بېرته د ورتګ هڅه، څو لاملونه لري. د بل ځای د دندې د مخ ته وړلو وړتیا نلري. بورډ کې چې پرېمانه پیسې لاس ته ورتلې، بلې دنده کې یې نه مومي.

له ادارې سربېره پر تخنیکي برخو پخوانیو لوبغاړو منګولې ښخې کړي، له دغه لوبغاړو سره د بورډ ځینې پخوانیو چارواکو او د ملي لوبډلې ځینو فاسدو لوبغاړو لار یوه کړې او افغان کرېکټ خپل ملکیت ګني. د میلیونونو افغانانو خوښۍ تروړي او پر نړیوال سټیج افغان کرېکټ له پښو غورځوي، هغه کرېکټ چې د نړۍ د ډېرو وګړو ورته پام راوښتی او له برکته یې څو لوبغاړو نړیوال شهرت موندلی.

افغان کرېکټ بورډ د مافیا لپاره پرعایداتي سرچینې اوښتی، څه کول پکار دي، چې د مافیا منګولې له دغې مفسدې ډلې وایستل شي؟

د افغان کرېکټ د ژغورنې لپاره اړینه ده، چې د افغان کرېکټ بورډ له یوه مخه له پخوانیو لوبغاړو او د ادارې له هغه کارکوونکو چې کلونه، کلونه دلته پر دندو دي، خالي شي او د بورډ رهبري او مدیریت وړ او بې پرې خلکو ته وسپارل شي. ښايي ددغه ډله خلکو لېرې کول په لومړي سر کې افغان کرېکټ ته سرخوږي جوړ کړي؛ خو پایله به یې د راتلونکي لپاره ښه وي او افغان کرېکټ به له مافیايي ډلو ژغورل شوی وي. په هره اداره کې بدلون لنډ مهالی تاوان لري خو د اوږده مهال لپاره ګټور وي ، په دا اوس کې ګڼ افغان ځوانان په کور دننه او بهر کې د کرېکټ اکاډومیکه روزنه او تجربه لري چې ممکنه ده ترې ګټه واخستل شي او له سیاسي او مافیايي کړیو دې دا اداره له مخه پاکه شي که داسې ونه شي خدای مه کړه زموږ دا ځوان کرېکټ د زیمبابې او نورو هیوادونو د کرېکټ په څير په شا تلونکی دی .

زموږپه اړه اوراګ

Avatar

دا هم لوستی شئ

طالبان د سولې په خبرو کې د ولسمشرغني پروا نه ساتي

د افغان ولسمشرمحمد اشرف غني له لوري د سولې د خبرو لپاره د مذاکراتي ډلګیو …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *