چهارشنبه , دسمبر 2 2020

مشهدکې دفاطمیون لښکرډاګیزه غونډه

 د فاطمیونو لښکر خپله لومړنۍ ډاګیزه غونډه په مشهد کې وکړه

د ایران د پوځي استخباراتو له لوري د عراق او سورېې جګړو ته د افغان کډوالو روزل شوې ډلګۍ لشکر فاطمیون د مشهد په امام رضا زیارت کې خپله لومړنۍ ډاګیزه غونډه وکړه او اورپکو مشرانو پکې خپل احساسات واورول .

په دغه غونډه کې د لبنان ، سورېې ، عراق او افغانستان هغو اورپکو شعیه مشرانو ګډون کړی و چې د ایران د حکومت په مرسته بیلابیلو هیوادونو کې جګړه کوي.

دوئ ظاهرآ د اسرایلو او امریکا خلاف د وسله والې مبارزې یادونه کوله او ویل ېې چې د قاسم سلیماني غچ به اخلي.

که څه هم دغه ډله او  ایراني پوځيان په دې تورن دي چې د امریکا او لوېديځې نړۍ په مرسته ېې د عربو هیوادونو کې جګړه توده ساتلې او غواړي د امریکا په مرسته له عربو سره تربګني وپالي.

ددغه غونډې په پای کې دوه تنه هغه افغانان هم دفن شول چې تازه د سورېې په جګړه کې وژل شوي و .

د افغانسان حکومت د ایران له لوري د افغان ک‌ډوالو اورپکۍ ته هڅول په څو ځلي غندلي او وايي له ایراني حکومته ېې د سپيناوي غوښتنه کړې خو دادی ایران دغو اورپکو ته د ډاګیزو غونډه زمینه هم برابره کړه .

په وروستۍ پيړۍ کې د مسلمانانو له مذهبي احساساتو د جګړو لپاره کار اخستل نوې خبره نه ده او په بیلابیلو وختونو کې د سیاستونو او ستراتیژیکو موخو لپاره جګړو ته ځوانان د مذهب په نوم وربلل شوي.

زموږپه اړه سیمه نیوز

Avatar
سیمه نیوز د خبرونو او شننو اژانس دی چې د سیمې افغانستان او نړۍ بې پرې خبرونه مرکې او بوختونکي پروګروامونه درته خپروي

دا هم لوستی شئ

طالبان د سولې په خبرو کې د ولسمشرغني پروا نه ساتي

د افغان ولسمشرمحمد اشرف غني له لوري د سولې د خبرو لپاره د مذاکراتي ډلګیو …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *