چهارشنبه , دسمبر 2 2020

له عربو سره د اسرایلو پر ملګرتیا د ایران وارخطايي

د متحیده عربي اماراتو او اسرایلو ترمنځ د اړیکو له عادي کېدو او سولې پلان له اعلان وروسته ایران پرلپسې ګواښ کړی که امارات هر ډول چاره په سیمه کې د ایران خلاف وکړي ایران به سخت ځواب ووايي.

ایران چې په منځني ختیځ او سیمه کې د عربو خلاف د اسرایلو کلک ملګری و په دې وروستیو کې ېې اړیکې له اسرایلو سره سختې خرابې شوي او د عرب هیوادونو او اسرایلو ملګرتیا دغه هیواد نور هم اندیښمن کړی .

تازه د ایران د پوځ لوی درستیز سرلشکرباقري ویلي هرڅه چې په خلیج کې پیښیږي او د ایران امنیت وګواښي دوئ ته به د منلو وړ نه وي.

باقري ویلي امارات باید خپلو چارو ته بیا کتنه وکړي او دا چې د ایران خلاف  له هر ډول کړنې باید په څنډه ووسي.

د ایران او اسرایلو اړیکې تاریخي بلل کیږي.  لوېدیځ او اسرایلو د عربي نړۍ خلاف ډیر ځله ایران په پټه او ښکاره ډول کارولی خو اوس چې عرب مشران د اسرایلو ملګري کیږي ایران ېې ځان ته ګواښ بولي.

د اماراتو او اسرایلو پر اړیکو دننه په عربي نړۍ کې هم سختې نیوکې شوي او دا له فلسطین سره څرګند ظلم یاد شوی .

ولسمشرډونالډ ټرمپ د عرب اماراتو او اسرایلو دوستي د خپلې واکمنۍ یوه بریا بللې.

تازه اسرایلي او عربي شرکتونو د ګډ کار دوه سوداګریزې هوکړې لاسلیک کړي.

زموږپه اړه سیمه نیوز

Avatar
سیمه نیوز د خبرونو او شننو اژانس دی چې د سیمې افغانستان او نړۍ بې پرې خبرونه مرکې او بوختونکي پروګروامونه درته خپروي

دا هم لوستی شئ

طالبان د سولې په خبرو کې د ولسمشرغني پروا نه ساتي

د افغان ولسمشرمحمد اشرف غني له لوري د سولې د خبرو لپاره د مذاکراتي ډلګیو …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *