چهارشنبه , دسمبر 2 2020

د کورا(خورا) کلیسا بیا په جومات واړول شوه .

د استنبول په لوېدیځ کې د کورا په نوم دا کلیسا  د روم امپراتورۍ له مودې جوړه وه چې په ۱۶ پیړۍ کې د عثماني خلافت د امراو په امر پر جومات واړول شوه .

دغه ښکلې وداني او ګل رنګه سیمه د ډیرو بهرنیو سیالانیانو لپاره د لیدو وړه ده .

په ۱۹۸۴ کال کې جومات د سیکولارنو یا په مذهب نه ولاړو کسانو په موزیم بدل کړ.

خو وروسته له هغه چې صوفیا جومات کې له ۸۶ کالو وروسته موزیم جومات او لمونځ پکې وشو د ۲۰۲۰ داګسټ پر ۲۱ ترکيي ولسمشر رجب طیب اوردغان کورا یا خورا کلیسا هم په جومات واړوله .

له دې سره داهیلې رادبره شوې چې د عثماني خلافت نښې ورو ورو بیرته په ترکيه کې ژوندۍ کیږي.

ترکيه کې اسلام پالې مفکوره ورځ تربلې په عامو خلکو کې غښتلې کیږي او حکومت هم بیرته اسلامي قوانینو ته ورګرځېدونکی دی .

که څه هم په مذهب نه ولاړ حالت د ترکيي رنګ په هماغه پخوانۍ بڼه ساتلی .

زموږپه اړه سیمه نیوز

Avatar
سیمه نیوز د خبرونو او شننو اژانس دی چې د سیمې افغانستان او نړۍ بې پرې خبرونه مرکې او بوختونکي پروګروامونه درته خپروي

دا هم لوستی شئ

طالبان د سولې په خبرو کې د ولسمشرغني پروا نه ساتي

د افغان ولسمشرمحمد اشرف غني له لوري د سولې د خبرو لپاره د مذاکراتي ډلګیو …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *