یکشنبه , سپتمبر 12 2021

امریکايي او طالب پلاوي د سولې خپل منځي خبرو ته تیاری اعلان کړ

رپوټونه وايي د افغان خپل منځي خبرو لومړي پړاو لپاره د امریکا دبهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دوحې ته رسیدلی .

تر دې مخکې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر له یوه جنجالي سفر وروسته له اسلام اباده قطر ته لاړ او هلته ېې نوي تشکیلات اعلان کړل.

 طالبانو په خپل مذاکراتي ټیم کې یولړ بدلونونه هم راوستل ، مولوي عبدالحکیم چې د طالبانو قاضي القضات بلل کېږي، د دغه پلاوي مشر او شېر محمد عباس ستانکزی د مرستیال په توګه اعلان شوی دی.

له دې مخکې ښاغلي ستانکزي له امریکایانو سره د طالبانو د مذاکراتي ټیم مشري کوله

طالبانو دغه راز ویلي، محمد نعیم وردګ د دغې ډلې د سیاسي دفتر ویاند په توګه ټاکل شوی دی.

له دې مخکې سهیل شاهین د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند و.

د طالبانو یوه ویاند سیمه نیوز سره په خبرو کې وویل د سولې د خپلمنځي خبرو لومړنۍ ناستې ته ټولې تیاریانې بشپړې شوې او تمه شته چې د دوشنبې تر ورځې د ناستې اجنډا اعلان شي.

افغان حکومت هم ویلي له خپله اړخه ېې ټولې تیاریانې سرته رسولي او پلاوی به ژر دوحې ته ورسیږي.

 یوې سرچینې ویلي د خبرو د ځنډ یو دلیل په وروستیو ورځو کې له طالبانو سره د قطر حکومت ځینې جنجالونه هم و چې ویل کیږي قطریانود غونډې ونډه کې طالبانو سره انصاف نه و کړی او حکومت ته ېې ډیره برخه ورکړې وه .

زموږپه اړه سیمه نیوز

سیمه نیوز د خبرونو او شننو اژانس دی چې د سیمې افغانستان او نړۍ بې پرې خبرونه مرکې او بوختونکي پروګروامونه درته خپروي

دا هم لوستی شئ

طالبان د سیاسي جوړ جاړي لپاره تیاری نیسي

داسې مهال چې طالبانو د افغانستان ګڼ ولایتونه ولکه کړي ، دوحه کې ددغه ډلې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *