چهارشنبه , دسمبر 2 2020

عباس ستانکزی لوبیدلی طالب دیپلومات

عباس ستانکزی لوبیدلی طالب دیپلومات

محمدعارف میوند

د طالبانو له واکمنۍ وروسته چې دغه ډله یوازې په جګړیزو فعالیتونو مشهوره وه او په مطبوعات کې د طالبانو تصویر فقط د کلاشنکوف او وسلې سره خپرېدو ډیرو ته عجیبه خبره وه چې وګوري طالبان د مذاکراتو او دیپلوماسۍ سنګر څه ډول تود ساتي.

د طالب مشرانو عادت دادی چې تشریفات نه خوښوي او له رسمي چارو سره هم عنناوي چلند کوي.

خو کله چې له امریکایانو سره د طالبانو د هیئت خبرې مطبوعاتو ته ووتلې د شیرمحمد عباس ستانکزي په نوم یوه سړي ډیر نوم پيداکړ .

هغه څه قسم چې له امریکایانو سره په خبرو کې سختې چنې وهلې او دخپلې ډلې د اهدافو لپاره ناکراره و په عامو غونډو او مجالسو کې هم عباس ستانکزی ستړی او زړو غږېده .

د مسکو په غونډه کې د حکومت پلوه مشران وفد تمه درلوده چې طالبان به د خپلې عاجزۍ او خاکسارۍ له مخې تر تاثیر لاندې راولي او پخوانی جمهوریس حامد کرزی به د عادت له مخې د مجلسونو واک په لاس کې واخلي او طالب مشران به ېې خبرو ته غوږ شي برخلاف عباس ستانکزي د یوه رسمي دیپلومات په توګه له ټولو افغان حکومت پلوه مشرانو سره چلند وکړ او طالبان ېې ځواکمن ور وپیژندل .

عباس ستانکزي هلته د حکومت په هکله سختې څرګندونې هم وکړې چې افغان ځوانانو کې ېې عکس العملونه راوپارول د مثال په ډول د پوځ او امنیتي نهادونو اړوند خبرې چې وروسته ستانکزي وویل د خبرو ډیره برخه ېې د حکومت طرفدارې میډیا تحریف کړې ده او ولس ته ېې بدل ذهن ورکړی.

عباس ستانکزی چې یو لوستی او اګاه طالب مشر دی په ډیرو مسلو کې جدیت او سختي یوازې د خپلې سیاسي تګلارې او طالب فکر د اعادې لپاره کوي ، په عام ژوند کې نرم خویه انسان دی او دافغانستان په ملي مسلو کې د یوالي او متحد نظام غوښتونکی دی .

له امریکایانو سره د خبرو پر وخت تر بریالي ماموریت وروسته شاغلي ستانکزي ته د بین الافغاني خبرو پر وخت د طالب پلاوي مشري ور وسپارل شوه .

د افغان حکومت په یوه خپل منځي ناسته کې ډیرو چارواکو په همدې بحثونه وکړل چې ستانکزی یو ژبور او د دوئ لپاره خطرناک کس دی چې ورسره مخ کیږي نو باید پوره تیاری ورته وشي.

د محمداشرف غني لومړي معاون امرالله صالح څو ځله عباس ستانکزی یو حیرانونکی چالاکه او په خبرو حاکم انسان بللی .

شیرمحمد عباس ستانکزی په وروستي بدلون کې د پلاوي معاون وټاکل شو چې ډیرو خلکو حیرانونکی خبرو چې څنګه طالبانو دغه قسم بې جوړې دیپلومات یو بل ځای مقرر کړ .

خو د طالبانو د تحریک له اجاده ددغه ډلې اصول دادي چې اطاعت او منل د ټولو غړو یو خاصیت ګرځیدلی او شای نوموړی په دې مسولیت کې هم تر پخوا روان او ګړندي ووسي.

……..

دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی ، د سیمې نیوز استازی نظر نشي کیدای .

زموږپه اړه سیمه نیوز

Avatar
سیمه نیوز د خبرونو او شننو اژانس دی چې د سیمې افغانستان او نړۍ بې پرې خبرونه مرکې او بوختونکي پروګروامونه درته خپروي

دا هم لوستی شئ

ولسي جرګې ولې د ولسمشرغني نوماندان رد کړل؟

د افغانستان ولسي جرګې سره له دې چې د افغان ځنډېدلې کابینې ډیرو وزیرانو ته …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *