چهارشنبه , دسمبر 2 2020

له مرګ ۲۴ کاله وروسته لاهم نجیب الله جنجالي څیره ده

له وژل کېدو ۲۴ کاله وروسته افغان حکومت مشر ډاکټرنجیب الله لا هم  یوه جنجالي څیره ده.

کابل کې د ښاغلي نجیب الله پلویانو غوښتل چې د لوی جرګې په تالار کې د هغه تلینغونډه وشي خو د اسلامي ګوندونو استازو ېې ټینګ مخالفت وکړ او حکومت ېې اړ کړ چې ددغه غونډې مخه ونیسي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له خپلو پلویانو غوښتي و چې که حکومت د ډاکټرنجیب الله د تلینغونډې اجازه ورکړي باید ارګ محاصره شي.

هغه د جمعې ورځې په خطبه کې وویل د الحاد او کمونیزم فکرونه باید وچ شي.

کابل کې د نجیب الله ځوانو پلویانو چې ډیر ېې دپخوانیو مجاهدینو بچیان دي د حکمتیار وینا ته غبرګون کې راووتل او هڅه ېې کوله چې خپله غونډه ور وبلي خو وطن ګوند وویل حکومت اجازه نه ورکوي.

پر خواله رسنیو هم ډيرو خلکو دا د بیان د ازادۍ زندۍ کول بللي او د حکومت او اسلامي ګوندونو بندیز ېې وغنده .

یوشمیرنورو بیا ویلي ډاکټر نجیب الله چې د هرات څرخې پله د زندان او نورو ټول وژنو مسول و باید د اتلولۍ لقبونه ورنکړل شي او نه باید غونډې ورته جوړې شي.

له ډیورنډ کرښې هاخوا هم خلکو په دې تړاو غبرګونونه ښودلي .

دپاکستان قامي اسمبلۍ کې د پښتنو ممبر او د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشره محسن داوړ پر خپل ټویټر د ډاکټرنجیب له انځور سره لیکلي:


‏دار ته و خاتم غلام د چا جوړ نه شوم”
زمانې ته مې تاریخ د پښتون کښېښود”
له بده مرغه پښتون افغان وطن له پېړیو څخه د داسې غمیزو شاهد دی چې هره غمیزه یې روح ټپي کوي ،شهید ډاکټر نجیب هم د نړۍ د زورواکانو د بلاخورې ، افغان خورې دسیسو ښکار شو،پښتون افغان وطن د یو پیاوړي بچي نه محروم شو۔

نجیب الله د ۱۹۹۶ د سپتمبر پر۲۶ کابل کې د ملګرو ملتونو له دفتره څو طالبانو ونیوه او ارګ ته نږدې ېې له وژل کېدو وروسته په اریانا څلور لاري کې وځړوه .

هغه لاهم سرسخت مخالیفین او لیوني مینه وال لري.

زموږپه اړه سیمه نیوز

Avatar
سیمه نیوز د خبرونو او شننو اژانس دی چې د سیمې افغانستان او نړۍ بې پرې خبرونه مرکې او بوختونکي پروګروامونه درته خپروي

دا هم لوستی شئ

طالبان د سولې په خبرو کې د ولسمشرغني پروا نه ساتي

د افغان ولسمشرمحمد اشرف غني له لوري د سولې د خبرو لپاره د مذاکراتي ډلګیو …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *