چهارشنبه , دسمبر 2 2020

امریکا افغانستان کې پر نوي حکومت بیا بحثونه پيل کړي

طالبانو کې سرچېنو سیمه نیوز ته ویلي سره له دې چې دوئ چمتو دي له افغان حکومت سره د سولې بین الافغاني خبرې مخکې یوسي خو داسې ښکاري چې د ولسمشرغني په مشرۍ حکومت غواړي خپله پنځه کلنه دوره بشپړه کړي او یوازې په دا ډول ناستو اوږد وخت ولګوي.

طالبان وايي دوئ له امریکا سره په تفاهم د نوي نظام  دجوړښت لپاره په هڅه کې دي چې په وینا ېې اسلامي نظام به وي.

د طالبانو سرچېنو رد نه کړ چې موقت حکومت به جوړیږي که نه خو وايي امریکا د نوې ادارې د جوړېدو په اړه له بیلابیلو اړخونو سره بحثونه پيل کړي دي.

په دې لړ کې به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دوحه کې د طالب مشرانو سره خبرې وکړي او له هغه وروسته به کابل ته لاړ شي چې د سپینې ماڼۍ له  وروستیو پرېکړو ولسمشرغني خبر او ورسره بحث وکړي.

افغان حکومت وايي هیڅ داسې څه ورسره نه دي شریک شوي چې له مخې ېې د موقت حکومت په اړوند بحث راپورته شي.

د نوي حکومت خبره داسې وخت راپوته کیږي چې د افغان حکومت د ملي مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله اسلام اباد ته په سفر کې له پاکستانیو چارواکو سره د کابل اسلام اباد د ترینګلو اړیکو پر عادي کولو ناستې پاستې کړي.

عبدالله عبدالله وايي ظاهرآ پاکستان د همکاریو اړیکو ته تیار دی خو د شنونکو انګیرنه داده چې اسلام اباد غواړي هماغه پخوانۍ تګلاره بیا وکاروي چې شخړه او سوله دواړه له ځانه سره وساتي او کابل کې د خپلو موخو لپاره ترې استفاده وکړي.

زموږپه اړه سیمه نیوز

Avatar
سیمه نیوز د خبرونو او شننو اژانس دی چې د سیمې افغانستان او نړۍ بې پرې خبرونه مرکې او بوختونکي پروګروامونه درته خپروي

دا هم لوستی شئ

طالبان د سولې په خبرو کې د ولسمشرغني پروا نه ساتي

د افغان ولسمشرمحمد اشرف غني له لوري د سولې د خبرو لپاره د مذاکراتي ډلګیو …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *