چهارشنبه , دسمبر 2 2020

پر افغانستان د ارمنستان لومړنی ګوزار

د ارمنستان پارلمان په یوه غونډه کې غوښتنه کړې چې افغانستان باید د منځنۍ اسیا او قفقاز له امنیتي تړونه ویستل شي.

د ارمانستان حکومتي رسنۍ وايي دغه غوښتنه داسې مهال کیږي چې کابل د ارمنستان او ازاربایجان ترمنځ د نګورنو قرباغ په شخړه کې د ازاربایجان ملاتړ وکړ.

د منځنۍ اسیا او قفقاز په امنیتي ټلواله کې افغانستان د څارونکي په توګه منل شوی او ارمنستان به خپل نور ملګري د کابل د ایستلو لپاره چمتو کوي.

د نګورنو قرباغ پر سر د ازاربایجان او ارمنستان شخړه چې کلونه کېده کراره اوس بیا تازه شوې.

افغانستان د اسلامي نړۍ د ېوه هېواد په توګه له ازاربایجانه ملاتړ کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه ویناپاڼه کې تیره اونۍ ویلي و اوس باید د سیمې او نړۍ هیوادونه نګورنوقرباغ د ارمنستان د نیواک له منګولو وژغوري او د ازاربایجان د ازادۍ غوښتونکو ملاتړ وکړي.

افغانستان په نویمه لسیزه کې د حزب اسلامي یوشمیر وسله وال ازار بایجان ته لېږلي و چې هلته د ازر یانو په ننګه جګړه وکړي.ارمنستان افغانستان کې د ناټو په اډانه کې د سوله ساتنې ماموریت هم درلوده.

زموږپه اړه سیمه نیوز

Avatar
سیمه نیوز د خبرونو او شننو اژانس دی چې د سیمې افغانستان او نړۍ بې پرې خبرونه مرکې او بوختونکي پروګروامونه درته خپروي

دا هم لوستی شئ

طالبان د سولې په خبرو کې د ولسمشرغني پروا نه ساتي

د افغان ولسمشرمحمد اشرف غني له لوري د سولې د خبرو لپاره د مذاکراتي ډلګیو …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *