چهارشنبه , دسمبر 2 2020

خلیلزاد او سکاټ میلرله پاکستاني پوځ سره خبرې کړي

                                  

د پاکستان یوې پوځي ادارې ویلي افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د امریکايي ځواکونو قومندان سکآټ میلر د پاکستاني پوځ له لوی درستیز جنرال جاوید قمرباجوه سره پر افغان سوله خبرې کړي.

پاکستانۍ پوځي ادارې پر ټویټر لیکلي امریکا له پاکستانه مننه کړې چې افغان سوله کې ېې مرسته کړې.

زلمی خلیلزاد او جنرال سکاټ میلر پنجشنبه پاکستان ته رسیدلي دي .

دغه سفر په داسې حال ترسره کیږي چې افغان ولسمشرمحمد اشرف دوحه کې له قطري چارواکو او امریکايي استازو سره پر افغان سوله بحثونه کړي او ویلي ېې دي طالبان باید ژر تر ژر د اوربند لپاره چمتوالی ونیسي.

طالبانو هم مهاله د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې وینا ستاینه کړې چې ویلي و ډير ژر به له افغانستانه دخپلو ځواکونو په شمیر کې د پام وړ کموالی راولي.

زموږپه اړه سیمه نیوز

Avatar
سیمه نیوز د خبرونو او شننو اژانس دی چې د سیمې افغانستان او نړۍ بې پرې خبرونه مرکې او بوختونکي پروګروامونه درته خپروي

دا هم لوستی شئ

طالبان د سولې په خبرو کې د ولسمشرغني پروا نه ساتي

د افغان ولسمشرمحمد اشرف غني له لوري د سولې د خبرو لپاره د مذاکراتي ډلګیو …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *