چهارشنبه , دسمبر 2 2020

هلمند کې سرزوري طالب د تړون ماتولو هڅه وکړه

په هغو حساسو شیبو کې چې افغان حکومت او طالبان دوحه کې د بین الافغاني خبرو لپاره ناست و پر هلمند پراخه بریدونه د ډیرو طالب مشران لپاره د منلو نه و .

سرچینو کابل زموږ خبریال ته ویلي هغه وخت چې هلمند کې بریدونه وشول امریکا په خورا سخته لهجه طالبانو ته احتجاج وکړ او ترې وېې غوښتل چې د  دوحې تړون ته ژمن پاتې شي د کوم له مخې چې پر لویو ښارونو یرغلیز بریدونه بند شوي دي.

سرچینې ویلي د طالبانو د رهبرۍ شورا ډیرو غړو د هلمند له جګړې سره ناخوښي ښودلې او داېې د ځايي قومندان صد ابراهیم خپلې سرې قومانده وبلله چې ګواکې وروسته د کابو کېدو نه وه.

طالبانو ویلي په خپله ډله کې د درز د مخنیوي لپاره دښاغلي ابراهیم له لوري پر هلمند د پیل شویو بریدونو مخالفت ېې ونکړ خو د هلمند طالب والي مولوي محمدزی ته سپارښتنه وشوه چې د حالت کابو کولو لپاره کار وکړي او هغو سیمو کې چې خلکو چور تالان کړي له نورو سیمو طالبان ور ولیږي.

طالبانو همدا شان د لوټ شوي بریښنا سبسټیشن په تړاو هم ځايي والي ته امر وکړ چې باید پلټنه ېې وکړي.

د هلمند د جګړې قومندان صدر ابراهم د ملا داد الله سره پرتله شو چا چې د ملامحمد عمر ډير امرونه مات کړي او بیا باغي اعلان شو .

د طالب رهبرۍ ویلي صدر ابراهیم غوښتل له امریکا سره د طالبانو تړون مات کړي.

له دې بریدونو وروسته امریکا او طالب غاړې  د اورکم لپاره بیا ژمنې تازه کړي دي.

زموږپه اړه سیمه نیوز

Avatar
سیمه نیوز د خبرونو او شننو اژانس دی چې د سیمې افغانستان او نړۍ بې پرې خبرونه مرکې او بوختونکي پروګروامونه درته خپروي

دا هم لوستی شئ

طالبان د سولې په خبرو کې د ولسمشرغني پروا نه ساتي

د افغان ولسمشرمحمد اشرف غني له لوري د سولې د خبرو لپاره د مذاکراتي ډلګیو …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *