چهارشنبه , دسمبر 2 2020

افغانانو د ګلبدین حکمتیار څرګندونې غندلي

افغانانو د ګلبدین حکمتیار څرګندونې غندلي

پاکستان ته د سفر پر مهال د افغان جهادي مشرګلبدین حکمتیار هغو څرګندونو پراخ غبرګونونه راپارولي چې افغان حکومت ېې د کابل اداره بللې او ویلي ېې دي له طالبانو سره د ارګ خبرې د ټول ولس استازېتوب نه کوي.

خواله رسنیو کې افغانانو دغه خبرو ته په غبرګون کې ویلي کورني مسایل په نورو هیوادونو کې مطرح کول او د خپل حکومت بده ویل لویه ناځواني ده.  یوه فسبوک کارونکي ذبیح الله لیکلي (( دا منو چې تاسو پاکستان ته وفادار یاست خو ستاسې د قبر او دفن ځای کابل دی ))

د شغلې بارکزۍ په نوم یوې ټوېټر کارونکې لیکلي (( موږ منو چې زموږ په حکومت کې ستونزې شته خو زموږ سیاستوالو ته پکار نه ده چې د غلیم په کور کې خپل غیبتونه وکړو))

د افغانستان د حکومت یوه ویاند دوا خان مینه پال هم لیکلي (( د کابل اداره نه ، دافغانستان اسلامي جمهوریت زموږ نوم دی))

په ټوله کې د ګلبدین حکمتیار او پاکستانیو چارواکو پر سوړ هرکلي هم خواله رسنیو کې تبصرې شوي.

زموږپه اړه سیمه نیوز

Avatar
سیمه نیوز د خبرونو او شننو اژانس دی چې د سیمې افغانستان او نړۍ بې پرې خبرونه مرکې او بوختونکي پروګروامونه درته خپروي

دا هم لوستی شئ

طالبان د سولې په خبرو کې د ولسمشرغني پروا نه ساتي

د افغان ولسمشرمحمد اشرف غني له لوري د سولې د خبرو لپاره د مذاکراتي ډلګیو …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *