چهارشنبه , دسمبر 2 2020

ټرمپ وايي سوډان هم داسرایلو ملګرتیا ته غاړه کېښوده

د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ سپینه ماڼۍ کې وویل سوډان او اسرایل تیاري دي له یوه بله سره اړیکې عادي کړي او شته ترینګلتیا ختمه کړي.

 لوړ پوړو امریکايي چارواکو وویل ټرمپ چې د نومبر د ۳ په ټاکنو کې د بیا ولسمشرکېدو تمه لري د ټلیفون پر کرښه ېې د اسرایلو له لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو او د سوډان له لومړي وزیر عبدالله حمدوک سره د دواړو لورو د اړیکو د عادي کولو تړون کړی .

له دې وړاندې بحرین او عربي اماراتو له اسرایلو سره د فلسطین پر سره د کلونو ترنګلتیا پای ته ورسوله او تیره اونۍ  د عرب اماراتو لومړنۍ الوتنه اسرایلو ته وشوه .

اسرایلو او عرب اماراتو دا هوکړه هم کړې چې له یوه بل کره تګ راتګ به له ویزې پرته کیږي.

زموږپه اړه سیمه نیوز

Avatar
سیمه نیوز د خبرونو او شننو اژانس دی چې د سیمې افغانستان او نړۍ بې پرې خبرونه مرکې او بوختونکي پروګروامونه درته خپروي

دا هم لوستی شئ

طالبان د سولې په خبرو کې د ولسمشرغني پروا نه ساتي

د افغان ولسمشرمحمد اشرف غني له لوري د سولې د خبرو لپاره د مذاکراتي ډلګیو …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *