چهارشنبه , دسمبر 2 2020

طالبان:بایډن دې د دوحې تړون وساتي

طالبان وايي هیله لري له امریکا سره به ېې تړون پرځای پاتې شي

امریکا کې د نوي ولسمشرجوبایډن له ټاکل کېدو سره هم مهال داسې ویره ښودل شوې چې ګنې د ډونالډ ټرمپ له لوري د افغان سولې پیل شو بهیر به ټکنی شي.

د طالبانو یوه ویاند ډاکټر نعیم له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي هیله لري چې د جوبایډن په واکمنۍ کې به هم د طالبانو او امریکا تړون پرځای پاتې شي او د افغانستان د کشالې د حل سوله ایزه لاره به ولټول شي.

که څه هم ټرمپ په لومړیو کې افغانستان کې پر جګړې سخت ټینګار درلوده خو په ۲۰۱۸ کې ېې له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړې.

امریکا د ۲۰۲۰ په فبرورۍ کې له طالبانو سره یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به ېې امریکايي پوځیان له افغانستان وځي.

زموږپه اړه سیمه نیوز

Avatar
سیمه نیوز د خبرونو او شننو اژانس دی چې د سیمې افغانستان او نړۍ بې پرې خبرونه مرکې او بوختونکي پروګروامونه درته خپروي

دا هم لوستی شئ

طالبان د سولې په خبرو کې د ولسمشرغني پروا نه ساتي

د افغان ولسمشرمحمد اشرف غني له لوري د سولې د خبرو لپاره د مذاکراتي ډلګیو …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *