چهارشنبه , دسمبر 2 2020

طالبان وايي امرالله صالح له داعشي کړیو سره اړیکي لري

طالبانو د افغان ولسمشرامرالله صالح هغه ادعا ته غبرګون ښودلی چې ویلي و پر کابل پوهنتون برید کې د شرعیاتو پوهنځي د دریم ټولګي یو محصل لاس درلوده چې څه موده وړاندې د حقاني شبکې له لوري جذب شوی و.

ښاغلي صالح له دې وړاندې هم ویلي و چې داعش تش نوم دی او دا ډول پیښې د طالبانو لخوا طرحه کیږي.خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد دغو ادعاو ته غبرګون کې ویلي (( امرالله صالح غواړي دغو څرګندونو سره ځان له داعشي کړیو ګوښه وښيي ځکه د همدې او داعش اړیکو پر تعلیمي مرکزونو بریدونو ته لاره جوړه کړې اوبې ګناه خلک ېې وژلي))

پر کابل پوهنتون برید ته غبرګون کې هم طالبان ویلي و دا برید هغه چا کړی چې د حکومت په میلمستونونو کې شپې ورځې تیروې او د طالبانو له بریدونو په چورلکو کې وژغورل شو.

حکومت تل له داعش سره د اړیکو ادعا رد کړې او ویلي يې دي دواړه ډلې طالبان او داعش له پاکستانه سرچینه اخلي.

زموږپه اړه سیمه نیوز

Avatar
سیمه نیوز د خبرونو او شننو اژانس دی چې د سیمې افغانستان او نړۍ بې پرې خبرونه مرکې او بوختونکي پروګروامونه درته خپروي

دا هم لوستی شئ

طالبان د سولې په خبرو کې د ولسمشرغني پروا نه ساتي

د افغان ولسمشرمحمد اشرف غني له لوري د سولې د خبرو لپاره د مذاکراتي ډلګیو …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *