چهارشنبه , دسمبر 2 2020

امریکا یوشمیرپوځیان له افغانستانه ستنوي

د امریکا لوړ پوړو پوځي چارواکو خبري اژانسونو ته ویلي چې امریکا غواړي په افغانستان کې د پوځيانو شمیر لا نور لږ کړي او دا چې ولسمشر ډنالډ ټرمپ به مخکې له دې چې سپينه ماڼۍ پرېږدي یو شمیر پوځیان به له افغانستانه وباسي.

د سترتیرو د ستنولو دا بهیر د ښاغلي ټرمپ هغه ژمنه ده چې ویلي ېې و ددې کال تر پایه به د پوځیانو لوی شمیر له افغانستانه وباسي.

ښاغلي ټرمپ له طالبانو سره ددوحې په تړون کړې منښته کړې چې امریکا به سرتیري کورته ستنوي او طالبان به جګړه پای ته رسوي.

د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن هم ویلي چې نړۍ کې خورې ورې جګړې چې د امریکا پښه پکې نښتتې پای ته رسوي.

زموږپه اړه سیمه نیوز

Avatar
سیمه نیوز د خبرونو او شننو اژانس دی چې د سیمې افغانستان او نړۍ بې پرې خبرونه مرکې او بوختونکي پروګروامونه درته خپروي

دا هم لوستی شئ

طالبان د سولې په خبرو کې د ولسمشرغني پروا نه ساتي

د افغان ولسمشرمحمد اشرف غني له لوري د سولې د خبرو لپاره د مذاکراتي ډلګیو …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *