چهارشنبه , دسمبر 2 2020

اسرایلو څنګه تهران کې د القاعدې مشرنښه کړ؟

نیویارک ټایمز په یوه بل رپوټ کې د مهمو استخباراتي مامورینو له قوله ویلي چې له اسرایلي نښه ویشتونکو کسانو سره د تهران په یوه سیمه کې امریکايي اسختباراتو مرسته کړې چې د القاعدې جګپوړی مشر محمد المصري په نښه کړي. د اسرایلو د ترور ډلې ښاغلی المصري او د هغه لور مریم المصري په موټر کې د بې غږ ډوپک په وسیله په نښه کړل.

ایراني چارواکو وروسته وویل چې وژل شوی کس یو لبنانی ډاکټر و.

سرچېنو ویلي د اسرایلو د ترور ډلې ایران کې دننه نوموړی له ډیرې مودې څاره .

محمد المصري ۱۹۹۸ کې افریقا کې د امریکا سفارتونو باندې برید کې تورن بلل کېده. هغه د القاعدې د مشر اسامه بن لادن له کورنۍ سره ډيرې نږدې اړیکې درلودې.

تهران کې له دې پیښې سره یو وار بیا دا ګونګوسې خپرې شوې چې اسرایل ایران کې پراخه نفوذي ماموریت لري که څه هم ظاهرآ د دواړو هیوادونو اړیکې ترینګلې او په ډیپلوماتیک ډول پرې دي.

د القاعدې مهم کسان  د ایران او پاکستان د استخباراتو په سود سودا کې پخوا هم له دا ډول پېښو سره مخ شوي دي.

زموږپه اړه سیمه نیوز

Avatar
سیمه نیوز د خبرونو او شننو اژانس دی چې د سیمې افغانستان او نړۍ بې پرې خبرونه مرکې او بوختونکي پروګروامونه درته خپروي

دا هم لوستی شئ

طالبان د سولې په خبرو کې د ولسمشرغني پروا نه ساتي

د افغان ولسمشرمحمد اشرف غني له لوري د سولې د خبرو لپاره د مذاکراتي ډلګیو …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *