شنبه , مې 8 2021

دوحه او انقره به د پراخو امنیتي اودفاعي همکاریو تړون لاسلیک کړي

د قطر امیر تمیم بن حمد الثاني په یوه رسمي سفر ترکيې ته رسیدلی دی. ترکيي ولسمشر طیب اوردوغان د خپل دغه ملګري هیواد امیر ته تود هرکلی ووایه .

د ترکيي خبري اژانسونه وايي ددې لېدنو په ترڅ کې به قطر او ترکيه د امنیتي او دفاعي همکاریو څو تړنونه لاسلیک کړي.

په دې تړونونو کې به ترکيي پوځ د قطري پوځيانو د روزنې او ملاتړ په پروګرامونو کې برخه اخلي او د هوايي ځواکونو ترمنځ به همغږي او همکاري زیاتیږي.

قطر وروسته له هغه د ترکيي ملاتړ ته په لوړ ارزښت قایل شو چې سعودي ، اماراتو او مصر د خپلې ټلوالې سره یوځای په ۲۰۱۷ کې له قطر سره ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې.

د دوحې او انقرې د نږدې اړیکو له امله اوس سعودي عربستان هم په دې هڅه کې دی چې ترکېې سره خپلې سړې اړیکې ښې لوري ته بوځي. قطر د امریکا د لوی پوځي هډې ، د طالبانو د سیاسي دفتر او د اوروپا دځېنو هیوادونو د امنیتي دستګاو کوربه توب سره ځان په یوه مهم موقعیت بدل کړی

زموږپه اړه سیمه نیوز

Avatar
سیمه نیوز د خبرونو او شننو اژانس دی چې د سیمې افغانستان او نړۍ بې پرې خبرونه مرکې او بوختونکي پروګروامونه درته خپروي

دا هم لوستی شئ

دامریکايي ځواکونودوتلو پرنیټه خونړۍ پیښې

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر نیټه خونړۍ پیښې د مۍ لومړۍ نیټه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *