شنبه , مې 8 2021

ایران کې د اسرایلو لاسونه

ایراني حکومت د خپل اتومي سلاکار محسن فخري زاده وژلو کې د اسریلو پر ښکېلتا غږ پورته کړی او ویلي ېې دي شواهد شته چې د ترورو دغه پېښه اسرایلو کړې.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي نړیوال استکبار او اسرایل پر فخري زاده د بریدو مسول دي.

ویل کیږي یوې ۱۲ کسیزې ډلې د جمعې پر ورځ د ایران د اتومي کارپوه او سلاکار محسن فخري زاده پر موټر برید وکړ له هغه سره څلور ساتونکي هم و خو وېې نشو ژغورلی.

اسرایلو په دې تړاو له څه ویلو ډډه کړې.

تر دې وړاندې نیویارک ټایمز خبر ورکړی و چې اسرایلو دالقاعدې د لوړې کچې یو مشر په تهران کې وواژه .

محمد المصري د امریکا لپاره هم مطلوب سړی و .

له دغو پېښو داسې ښکاري چې د سیمې نقشه پر اوښتو ده او د اسرایلو دا ډول بریدونه ایران کې دننه د هغو د ملاتړ څرګندونه کوي.

له اسلامي انقلاب وړاندې ایران په سیمه کې د اسرایلو مهم ملګری او ستراتیژیک شریک و.

امریکا هڅې پيل کړي چې اسرایل نور په دې سیمه کې د یوه ځواک په توګه راڅرګند کړي او هغه ماموریت چې دوئ ېې په لوړ لګښت کوي اسرایل به ېې ارزانه ترسره کړي.

شنونکي وايي که د ایران نظام د اسرایلو په ګټه بدلون وکړي د اسلامي نړۍ لپاره په یوه سرخوږي اوښتی شي.

زموږپه اړه سیمه نیوز

Avatar
سیمه نیوز د خبرونو او شننو اژانس دی چې د سیمې افغانستان او نړۍ بې پرې خبرونه مرکې او بوختونکي پروګروامونه درته خپروي

دا هم لوستی شئ

د افغان هنروالو غږ:جګړه بس کړئ

کابل کې د افغان هنرمند اجمل حقیقي په زیار جوړه شوې ننداره کې د جګړې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *