فلسطینۍ ۲۲ کلنه میس ابو غوش چې د ژورنالیزم د پوهنځي زده کونکې ده د ۲۰۱۹ کال په اګسټ کې اسرایلي امنیتي ځواکونو له دې امله ونیوله چې ویل یې د اسریلو دملي امنیت خلاف فعالیت کوي.

نوموړې له نړیوالو بشري حقونو ادارو سره د فلسطين د خلکو پر کړاونو رپوټونه شریکول او له ځېنو انلاین خپرونو سره ېې د ازادې خبریالې په توګه کار کاوه.
نړیوال د اسرایلو له لوري د میس ابوغوش نیونه نا انساني کړنه بللې وه او له اسرایلو ېې د هغې د خوشې کولو غوښتنه کړې وه .
اسرایلو پوره ۱۵ میاشتې دغه فلسطینۍ پيغله په زندان کې وساتله اوهیڅ ېې د نړیوالو غبرګونونو پروا نه کوله.
د اسرایلو په زندانونو کې د بیلابیلو عمرونو ګڼ فلسطینیان د خپلو ازادیو او حق غوښتنې په ګناه زنداني دي.