شنبه , مې 8 2021

ولسي جرګې ولې د ولسمشرغني نوماندان رد کړل؟

د افغانستان ولسي جرګې سره له دې چې د افغان ځنډېدلې کابینې ډیرو وزیرانو ته د باور رایه ورکړه د اطلاعاتو او کولتور ، پوهنې وزیران او دافغانستان بانک لوی ریس ته د باور رایه ورنکړه.

د افغانستان د ولسي جرګې له لوري په ناسازه امنیتي حالت کې ددفاع او کورنیو چارو وزیرانو ته  د باور راېې له امله پر خواله رسنیو سخت غبرګونه پاریدلي و خو د کولتور ، پوهنې او دافغانسان بانک د چارواکو د رد له امله دخلکو غوسه لږه شوې.

د ولسي جرګې یو غړی چې نه غواړي نوم ېې واخستل شي وايي (( ولسي جرګې د کولتور وزیر ته ځکه رایه ورنکړه چې له ایران سره ېې اړیکې درلودې ، د هغه د ولایت په موده کې بامیانو ته د ایران د قدس ځواک پخوانی مشرقاسم سلیماني په جعلي مقام ورغلی و. د پوهنې وزیره د بې سوادۍ له امله ځکه لیکلی متن ېې هم نشو لوستلی او د بانک مشر له دې امله چې پر ملي ژبه پښتو او رسمي ژبه دري نشي غږیدلی د ولسي جرګې له لوري رد شو.))

خو دا چې ولې تر ډیره وزیرانو ته د باور راېې ورکړل شوې دلیل څه و ، د ولسي جرګې غړی وايي په دې نازک پړاو کې چې حکومت له سختو ننګونو سره مخ دی ولسي جرګې ېې د ملاتړ له امله دا کار وکړ.

د ولسمشرغني په دواړو دورو کې ډیر کله د وزارتونو او لویو ادارو چارې چارسمبالو چارواکو پر مخ وړي.

زموږپه اړه سیمه نیوز

Avatar
سیمه نیوز د خبرونو او شننو اژانس دی چې د سیمې افغانستان او نړۍ بې پرې خبرونه مرکې او بوختونکي پروګروامونه درته خپروي

دا هم لوستی شئ

دامریکايي ځواکونودوتلو پرنیټه خونړۍ پیښې

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر نیټه خونړۍ پیښې د مۍ لومړۍ نیټه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *