شنبه , مې 8 2021

سعودي عربستان پوځ کې د ښځو ونډه زیاتوي

د سعودي عربستان د شاهي دولت پوځي چارواکو ویلي چې د حالاتو اړتیا ته په کتو   سعودي پوځ کې د میرمنو ونډه ډیروي. سعودي چارواکودا هم ویلي  هغه سعودۍ میرمنې چې غواړي ددغه هیواد د پوځ هوايي ځواک کې ونډه واخلي حق ورکول کیږي.

د سعودي د پوځ اعلی قومندان فیاض الروایلي وايي د داوس مهال اړتیا ده او موږ به د خيل هیواد د ساتنې او د پوځ غښتلې کولو لپاره کار کو.

سعودي عربستان   د ۲۰۱۸ په نوامبر کې پلان اعلان کړی و چې میرمنو ته پوځ کې د کار حق ورکوي.

د ۲۰۲۰ په فبرورۍ کې لومړنۍ میرمنو د سعودي پوځ کې دندې پیل کړې.

د ځوان سعودي شهزاده محمدبن سلمان په سمونو او پراختیايي پرواګرمونو کې د سعودي د سیاست په بیلابیلو برخو کې ښځو ته ونډه ورکړل شوه.

د سعودي یو مهم ډیپلوماټیک ماموریت چې واشنګټن کې د سعودي سفارت دی د میرمن ریما بندر السعود له لوري اداره کیږي.

میرمن ریما د سعودي تاریخ کې تر ټولو لوړ پوړې ډيپلوماته ده.

زموږپه اړه سیمه نیوز

Avatar
سیمه نیوز د خبرونو او شننو اژانس دی چې د سیمې افغانستان او نړۍ بې پرې خبرونه مرکې او بوختونکي پروګروامونه درته خپروي

دا هم لوستی شئ

د افغان هنروالو غږ:جګړه بس کړئ

کابل کې د افغان هنرمند اجمل حقیقي په زیار جوړه شوې ننداره کې د جګړې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *