شنبه , مې 8 2021

دروغتیا نړیوال سازمان وايي مدینه دنړۍ روغ ښاردی

رپوټ : ریاض جریده

د روغتیا نړیوال سازمان وايي د هوا دککړتیا دمخنیوي او وګړیز نظم له اړخه د سعودي عربستان مدینه ښار د نړۍ پاک او روغتیايي ښار بللی شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان له لوري په رپوټ کې ویل شوي چې د دوه میلیونو وګړو دا ښار له روغتیايي ننګونو په امن دی او روغتیايي چوپړونه ېې د پام وړ دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د همغږۍ یوه مشر احمد بن عبید حماد ویلي  د سعودي حکومت د هغه پلان په پایله کې ښاري سمون رامخې ته شوی چې غواړي تر ۲۰۳۰ کال پورې لا ډیرې پرمختیاوې رامنځ ته شي.

د سعودي عربستان د سمونپال ولیعهد له لوري دغه هیواد کې ښاري پرمختیاوې او د ژوند اسانۍ په دې وروستیو کې د حکومت د کاري اجنډا مهمه برخه ده.

زموږپه اړه سیمه نیوز

Avatar
سیمه نیوز د خبرونو او شننو اژانس دی چې د سیمې افغانستان او نړۍ بې پرې خبرونه مرکې او بوختونکي پروګروامونه درته خپروي

دا هم لوستی شئ

دامریکايي ځواکونودوتلو پرنیټه خونړۍ پیښې

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر نیټه خونړۍ پیښې د مۍ لومړۍ نیټه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *