شنبه , مې 8 2021

زلمی خلیلزاد خپلې دندې ته دوام ورکوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرانتونکي بلېنکن په خپله خبري ناسته کې واشنګټن کې خبریالانو ته وویل د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به خپلې دندې ته دوام ورکوي ځکه د نوموړي ماموریت خورا مهم دی.

بلېنکن دا هم وویل چې له طالبانو سره د تړون ارزونه یوازې ددې لپاره ده چې نوي اداره وپوهیږي منځپانګه ېې څه ده.

امریکا داسې مهال د خپل استازي د دندې د دوام خبر ورکوي چې دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرې خورا پڅې پر مخ ځي او د پام وړ پرمختګونه پکې نه ښکاري.

باور دادی چې د افغان سولې بهیر چټکتیا د امریکا د نوي حکومت پر تګلارو پورې تړلې خبره ده .

زموږپه اړه سیمه نیوز

Avatar
سیمه نیوز د خبرونو او شننو اژانس دی چې د سیمې افغانستان او نړۍ بې پرې خبرونه مرکې او بوختونکي پروګروامونه درته خپروي

دا هم لوستی شئ

دامریکايي ځواکونودوتلو پرنیټه خونړۍ پیښې

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر نیټه خونړۍ پیښې د مۍ لومړۍ نیټه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *