شنبه , مې 8 2021

افغانستان کې د فساد ضد هڅې

په دې وروستیو کې یو څیړنې ښودلې چې افغانستان له خپلې هغې کرښې څو ګامه شاته تللی چې د درغلۍ او فساد له امله پکې درج شوی و.

افغانستان کې له درنو جرمونو سره د مبارزې د ملي ادارې مشر فضل سلطان ساپي په یوه مرکه کې بي بي سي ته ویلي ددغه څه یو لوی لامل هغه هڅې وې چې له فساد سره مبارزه کې شوي.

ښاغلی ساپی وايي په دې وروستیو کې د ۲۶ جنرالانو په ګډون له درې سوه ډیر لوړ پوړي چارواکي محاکمه شوي.

فضل سلطان ساپي دا هم ویلي چې د فساد سره مبارزه کې د هیڅ زورواکي له زر او زوره نه دی ډارېدلی او هڅه ېې کړې په روڼ ډول د فساد سره مبارزه پر مخ یوسي.

د ولسي جرګې غړي نعمت الله کریاب هم پر خپلې فسبوک پاڼه د ښاغلي سلطان ساپي هڅې کمسارې بللي او ویلي ېې دي چې ددغه ځوان مشر په وجود کې ددا ډول ادارو رهبري پرمختګونه شونې کولی شي.

افغانستان کې د فساد سره د مبارزې په موخه په تیرو څو کلونو کې  ګڼې ادارې او کمیسونونه جوړ شوي خو پایله ېې ځکه نه وه چې ویل کیږي د سلیقې له مخې چلند کیږي او د زورواکو ګریوان ته لاس اچول ګران کار دی.

په دې وروستیو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ په دفترونو کې هم د فساد خبرې راپورته شوي خو حکومت ویلي پلټنه به ېې کوي.

زموږپه اړه سیمه نیوز

Avatar
سیمه نیوز د خبرونو او شننو اژانس دی چې د سیمې افغانستان او نړۍ بې پرې خبرونه مرکې او بوختونکي پروګروامونه درته خپروي

دا هم لوستی شئ

دامریکايي ځواکونودوتلو پرنیټه خونړۍ پیښې

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر نیټه خونړۍ پیښې د مۍ لومړۍ نیټه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *