شنبه , مې 8 2021

طالبان د مسکو او تهران له سفرونو څه غواړي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي تهران ته د طالبانو ورغلي پلاوي ددغه هیواد دبهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره کتلي او دافغان سولې او د ایران د ګټو د خوندیتوب په تړاو بحثونه شوي.

د وزارت وینا پاڼه کاږي ، د طالبانو د سیاسي مرستیال او د قطر دفتر د مشر ملابرادر په مشرۍ پلاوي له ایرانیو چارواکو سره خبرو کې ټینګار کړی چې راتلونکی به ېې د هیڅ ګاونډي خلاف نه وي او دا چې  د سیمې له ټولو هیوادونو سره طالبان د ښو اړیکو غوښتونکي دي.

جواد ظریف وړاندې د افغانستان له یوه کورني تلویزوني چینل سره مرکه کې ویلي و طالبان یوه ترهګره ډله ده خو موږ د خپلو پولو اونورو ګټو د خوندیتوب لپاره ورسره اړیکې پالو.

ایران ته د طالب پلاوي سفر داسې مهال کیږي چې د امریکا نوی حکومت له دغه ډلې سره د سولې د هوکړې د دوام او ارزونې په چارو بوخت  دی.

شنونکي وايي ښايي مسکو او تهران ته د طالبانو وروستي سفرونه ددغو ارزونو لپاره ښه پایله ونه لري خو دا باور هم شته چې ګواکې طالبان امریکا ته دا په ډاګه کوي چې له روسانو او ایرانیانو سره ېې ملګرتیا هم شونې ده.

زموږپه اړه سیمه نیوز

Avatar
سیمه نیوز د خبرونو او شننو اژانس دی چې د سیمې افغانستان او نړۍ بې پرې خبرونه مرکې او بوختونکي پروګروامونه درته خپروي

دا هم لوستی شئ

دامریکايي ځواکونودوتلو پرنیټه خونړۍ پیښې

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر نیټه خونړۍ پیښې د مۍ لومړۍ نیټه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *