شنبه , مې 8 2021

د نړۍ سلو ښارونو کې داسلامي خلافت تبلیغ

حزب التحریر د » اې مسلمانانو، خلافت تاسیس کړئ« تر سرلیک لاندې په ټوله نړۍ کې چې سل ښارونه د یادې ډلې له لوري پکې مشخص شوي نړیوال کمپاین پيل کړی.

دوئ وايي له دې چارې ېې موخه داده تر څو مسلمانان وهڅوي چې سره یو موټی شي او پر نبوي منهج یو ځل بیا اسلامي دولت (خلافت) تاسیس کړي.

دوئ عثماني خلافت د اسلام د نړیوالو واکمنیو وروستۍ هغه ګڼي.

 دغه ډله باور لري چې  اسلامي دولت (خلافت) په ۱۳۴۲هـ ق کال چې د ۱۹۲۴م کال سره سمون خوري د رجب میاشتې په ۲۸مه مصطفی کمال اتاترک له لوري د ځېنو اروپايي هیوادونو په مرسته راوپرځاوه او پر ځای یې په ترکیه کې جمهوریت اعلان کړ.

د حزب التحریر رسنیزې پاڼې کاږي د دغه ډلې پلویانو د خپل مشر امیر عطا بن خلیل ابوالرشته تر لارښوونې لاندې د خپل مطبوعاتي مرکزي دفتراو د حزب د غړو په همکارۍ په ټوله نړۍ کې یو کمپاين پيل کړی چې له مخې یې د نړۍ مسلمانان د خپل حزب سره کار کولو ته وهڅوي تر څو د دویم راشده خلافت لپاره هڅه وکړي.

پدې کمپاین کې حزب پر ټولنیزو رسنیو او تر څنګ يې د ناستو پاستو له لاري د ټولني له خلګو سره د اسلامي دولت (خلافت) د له منځه تللو پر عواملو، د خلافت پر ارزښت او پدې برخه کې د حزب د فعالیتونو او د بیا راتګ پر لارو چارو خپروني لري.

حزب التحریر په ۱۹۵۳م کال کې د تقی الدین نبهاني په مشرۍ فعالیت پيل کړي اوس مهال دنړۍ به کابو ۶۰ هیوادونو کې فعالیت کوي، دوی غواړي د تفاهم له لاري په نړیواله کچه د مسلمانانو په مرسته یو اسلامي دولت (خلافت) رامنځ ته کړي چې داخلي سیاست به یې د اسلام پلي کول او خارجې سیاست به یې د اسلام انتقال نورو سیمو ته د جهاد له لاري وي.

حزب التحریر په ډاګیز ډول نه روښانوي چې د دوئ د دا ډول نړیوالې واکمنۍ لپاره څه ډول څانګیزې او روښانه تګلارې لري او داچې اوسنیو اسلامي هیوادونو سره ېې اړیکې څه ډول دي.

دغه ډله له یوشمیر پلویانو سره د ځېنو کسانو له تندو نیوکو سره هم مخ کیږي. افغانستان کې که څه هم په رسمي ډول پر دغه ګوند د بندیز خبره نشته خو په ۲۰۱۶ کې د حکومت اجرایه مشر عبدالله عبدالله د وزیرانو په غونډه کې اندیښنه ښودلې وه چې په اکاډومیکو ادارو او پوهنتونونو کې دا ډله ګڼ ځوان پلویان لري او لا نور خپل لور ته ورکاږي.

عبدالله عبدالله حزب التحریر د ترهګریزو ډلو یوه ناپوځي څانګه بللې وه.

د نړۍ په ځېنو نورو هیوادونو کې هم د حزب التحریر پر فعالیتونو بندیز لګول شوی.

ددې ډلې ډیر پلویان په اوروپا، منځني ختیځ او ترکیه کې دي.

په سویلي اسیا کې هم دا ډله خپل پلویان لري.

په ۲۰۱۱ کې پاکستان خپل یوشمیر لوړ پوړي پوځیان له دې ډلې سره  د اړیکو په تور نیولي و.

زموږپه اړه سیمه نیوز

Avatar
سیمه نیوز د خبرونو او شننو اژانس دی چې د سیمې افغانستان او نړۍ بې پرې خبرونه مرکې او بوختونکي پروګروامونه درته خپروي

دا هم لوستی شئ

د افغان هنروالو غږ:جګړه بس کړئ

کابل کې د افغان هنرمند اجمل حقیقي په زیار جوړه شوې ننداره کې د جګړې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *